د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پیغام

3 months ago

الحمدلله و الصلاة و السلام علی رسول الله

څه شول زما هغه لیدلي خلق

هغه خواږه هغه سپېڅلي خلق

خوښ وم چې ابتداء کې د هغو شازلمیو یادونه وکړم کومو چې د درو یرغلګرو ښکیلاکو د غرور څپه په شا و تمبول او له یوې اوږدې غزا وروسته یې د ملالې ارواح ښاد کړ، سر سپارلو فدایانو رب ج مو د فردوس جنت نصیب کړه. رحمکم الله برحماته الواسعة.

له سختو کړاوونو راوتلیو افغانانو!

دردونه مو مشترک دي، هیلې مو ګډې دي، قربانۍ، ستړیاوې، کړاوونه مو د تاریخ ساتنې نښه ده. خو اوس چې له سترې آزادۍ، او منلې خپلواکۍ برخمن یو، نو لازمه ده چې د شکر سجدې، او د پرمختګ لپاره شوګیرې وکړو او د بیلابیلو ګیلو او ګلوارو پرځای د اسلامي نظام د بقاء لپاره مټې راونغاړو او د موجود اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړو تر څو چې امن قائم، اقتصاد پیاوړی او عزت مو خوندي وي.

لکه څرنګه چې د اسلامي نظام تر هر څه، تعلیم او تحصیل ته ژمن دی نو مټې په نغښتې او په ډیرې چټکۍ سره د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د کیفیت او کمیت ضامن دی. په دې اساس د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ریاست متعهد دی چې د اسلامي نظام سره لاس په لاس ورکوي او د تحصیل په بهیر کې به په نیږدي راتلونکي کې به اولس ته له سترو پرمختګونو او نوښتونو زیری ورکړي.

مو سترې بلاګانې ماتې کړې

اوس د جهل بلا مري ماته یې کاندې

و السلام

مولوي سمیع الله حقاني

Latest announcementsAll announcements

Thu, Sep 14 2023 10:38 AM
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي کادري بست خبرتیا !

فراه لوړو زده کړومؤسسې د لومړي ځل لپاره لاندې څانګو کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د  ښوونې او روزنې  پوهنځی :
  دري ادبیاتو . . .

Wed, Aug 23 2023 8:22 AM
Background image

اعلان بست های کارکنان خدمات ملکی مؤسسۀ تحصیلات عالی فراه!

مؤسسۀ تحصیلات عالی فراه بخاطر تحقق اهداف امارت اسلامی افغانستان و سپردن کار به اهل کار بست های کارکنان خدمات ملکی زیر را به اعلان می سپارد:

  1. مدیر عمومی منابع بشری بست چهارم، یک بست
  2. مدی . . .
Mon, Aug 07 2023 11:34 AM
Background image

اعلان بست های کادری علمی مؤسسه تحصیلات عالی فراه !

مؤسسه تحصیلات عالی فراه برای بار اول در سال ۱۴۴۵ هـ ق در رشته ذيل به سويه دوکتور، ماستر و لیسانس به کادرهای علمی جديد ضرورت دارد.

پوهنځی تعلیم وتربیه : 
ديپارتمنت روانشناسی (۱) بست.
دي . . .

Latest newsAll News

Sat, Jan 06 2024 9:55 PM
Background image

د فراه لوړو زدکړو مؤسسې څلورو کادري بستونو ته نوي غړي ور وپېژندل شول.

۲۴/جمادی الثاني/۱۴۴۵
 ۱۶/مرغومی/ ۱۴۰۲
د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د دې پوهنتون دوو پوهنځيو او دوو آمریتونو ته د تازه ګمارل شویو رئیسانو او آمرین د پېژندنې په پار. . .