د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد رسول همتي ته د مخه ښه او ستاینې غونډه نیول.
پر ۱۱ / ۷ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد رسول همتي ایران هېواد ته د دوکتورا تحصیل د بریالي کیدو او تګ په پار ستاینغونډه ونیول سوه.
غونډه د قرآنکریم په تلاوت سره پیل سوه، په لومړي سر کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني وینا وکړه؛ ښاغلي استاد همتي ته یې د دې بریا مبارکي وویل او خوښي یې وښوده، چې یو تن استاد مو د دوکتورا د ترلاسه کول لپاره یو بهرني هېواد ته ځي.
په پای کې یې د ښاغلي همتي صاحب د کړي کارونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او د الله (ج) څخه نوموړي ته د بریا غوښتنه وکړه.
په دوام سره د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني وینا وکړه: د اقتصاد پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنیار همتي څخه مننه وکړه، چې په دې موده کې خپل اداري او تدریسي چارې یې په بریالیتوب سره مخته وړي دي او نوموړي ته یې د دې علمي سفر د بریا دعا وکړله.
وروسته پوهنیار محمد رسول همتي خپل په وار سره خبرې وکړي د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې په دې موده کې پر ده باندې دا باور کړی و او په پای کې دا یادونه یې وکړله، چې د دې علمي سفر نه وروسته به انشاالله بیرته دلته خپلې دندې ته راګرځي.
د غونډې په پای کې ښاغلي همتي صاحب ته د ښو کړنو د ترسراوي په موخه د پوهنتون لخوا ستاینلیک ورکړل سو.
یاده غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
نشراتو او فرهنګي کمیټه