د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد امر د معرفي غونډه!
شنبه د (۱۴۴۵ه ق) کال د ربيع الثاني پر (۳) دريمه نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد امريت لپاره د نوي امر د معرفي غونډه تر سره شوه.
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست مولوي عبدالنافيع منيب خبرې وکړې نوموړي د يادې موسسې د عوت او ارشاد پخواني امر مولوي شاه ولي الله د کړنو ستاينه وکړه او د نوي امر مولوي سميع الحق عاصم د پيژندنې او زده کړو تر څنګ يې د دندې, مسؤلیت او امتياز په اړه مفصل بحث وکړ او په ادره کې يې تغیر او تبيدل د دولت اصل وګڼه.
ورپسې فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي مکتوب په اساس د يادې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونيت سرپرست د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو او معاونينو په شتون کې مولوي سميع الحق عاصم په رسمی ډول معرفي شو, تر څو ور سپارل شوی مسؤلیت پر مخ يوسي. نوي معرفي شوي د دعوت او ارشاد امر هم ژمنه وکړه چې ورسپارل شوی مسؤلیت او دنده به په پوره عدالت,ځاني ځواک او د امانت دارۍ په ساتلو سره پر مخ يوسي, تر څو په ياده مؤسسه کې نوي او مثبت بدلونونه رامنځته شي.
نشراتو او فرهنګي کمېټه