د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیزه هوکړهلیک!
نېټه: ۲۹/۵/۱۴۴۵
ورځ: چهارشنبه
د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیز هوکړهلیک د هلمند پوهنتون په ریاست مقام کي د دواړو لوریو د رهبري او مسؤلینو ترمنځ لاسلیک سو.
دا هوکړهلیک په داسي حال کي لاسلیک سو، چي پر مهال یې د هلمند پوهنتون محترم رئیس الحاج شیخ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب، مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید صاحب، همدارنګه د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې محترم رئیس مولوي سمیع الله حقاني صاحب، د زراعت پوهنځی سرپرست رئیس پوهنیار شاه محمود نورزي او د پښتو څانګې استاد محمد حسین میاخېل شتون درلود.
د دې هوکړهلیک له مخي به هلمند پوهنتون او د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې ترمنځ په علمي، اداري او څېړنیزو برخو کي دوه اړخیزه همکاري رامنځته سي او د دواړو لوريو د امکاناتو تر بریده به په یادو برخو کي دوه اړخیزه همکاري جاري وي.