فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو
د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره ترسره شو. د سمینار موخه له محصلانو سره د اغېزمن تعامل په اړه د استادانو د پوهاوي لوړول، د سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کول او د محصلانو د روحي او رواني آرامتیا پیاوړتیا وبلل شوه.
سمینار د پوهنیار شاهوليالله محمدي له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د فراه پوهنتون د مشورې مرکز غړي مفتي عبدالعزیز خدام د استاد او محصل د تعامل د مفهوم، د محصلانو سره د ښو او مناسب چلند په اړه د اسلامي علماوو د نظرونو او د هغوی د شخصیت په جوړښت کې د استاد د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ چې له محصلانو سره د استاد د چلند څرنګوالی کولی شي د هغوی د باور، روحي او رواني آرامتیا، د زدهکړې د انګېزې او سالم شخصیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولري.
ورپسې د استادانو د اخلاقي او روزنیزو مسؤلیتونو، له محصلانو سره د سالمې اړیکې د ټینګولو د لارو چارو او په ښوونیز چاپېریال کې د مناسب او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په اړه بحث وشو. همدارنګه د محصلانو روحي او رواني اړتیاوو ته د پاملرنې او له هغوی سره د درناوي، مهربانۍ او متقابل تفاهم پر بنسټ د چلند پر اړتیا ټینګار وشو.
په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل او لازم ځوابونه ورکړل شول. سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
