د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي – څېړنیز ژورنال د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د خپرولو جواز تر لاسه کړ.

farau_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۲
photo

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي ـ څېړنیز  ژورنال د خپروونکي په توګه د لوړو زده‌کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې له ریاست څخه د چاپ او خپرولو اجازه ترلاسه کړه.  
د فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال له دې نه وروسته د استادانو او څېړونکو علمي او څېړنیزې مقالې او فعالیتونه د ټولنیزو علومو او طبیعي علومو په برخه کې به په رسمي ډول خپروي. 
دا د فراه ولایت په ځانګړي توګه فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د رهبري هیئت او ټولو استادانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې په دې پرمختګ سره د پوهنتون کېدو په لور یو ستر ګام اوچت سوی. 
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت د دې سترې لاسته راوړنې له امله ټولو ښاغلو استادانو، کارکوونکو او د فراه متدین ولس ته مبارکي وایي.

نشراتو او فرهنګی کمیته

 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۶
Background image

فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ چې ترسره کېده، پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

فراه پوهنتون کې د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار ترسره شو

فراه فراه ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د محصلانو د علمي او څېړنیزې وړتیاوو د لوړولو په موخه د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د پوهنتون فراه دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون په مسجد شریف کې په (روژې مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم تلاوت کولو فضایلو) تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار د فراه پوهنتون ټول پرسونل. . .

بیرته خبرونو ته