د ښوونې او روزنې پوهنځی
پېژندنه
د ښوونې او روزنې پوهنځی، چې د فراه ولایت او د هېواد په کچه د یو علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه پېژندل کېږي، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د فراه پوهنتون په چوکاټ کې د دوو څانګو «ریاضي–فزیک» او «کیمیا–بیولوژي» په جوړېدو سره تأسیس شو. په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یادې څانګې په څلورو څانګو (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) ووېشل شوې. د یادونې وړ ده، چې په همدې کال کې د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه هم په دغه پوهنځي کې رامنځته شول.
همدارنګه، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د «پښتو، دري او انګلیسي» ژبو څانګې د یاد پوهنځي په چوکاټ کې منظور او رسمي شول. دا مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی اته (۸) فعال دیپارتمنتونه لري او علمي او اداري چارې یې د (۳۵) تنو علمي کادر غړو او څلورو (۴) اداري کارکوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
یاد پوهنځی د خپل تأسیس په لومړي کال کې (۲۴۶) تنه محصلان د کانکور ازموینې له لارې جذب کړل. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې (۲۰۰) تنه او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې (۷۸۲) تنه نور محصلان د کانکور له لارې دې پوهنځي ته شامل شول. له نېکه مرغه، د وخت په تېرېدو سره د محصلانو د جذب کچه لوړه شوې، او دا مهال د پوهنځي د محصلانو شمېر (۱۸۱) تنو ته رسېږي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی دا مهال د هېواد د ښوونې او روزنې نظام ته د لیسانس په کچه مسلکي استادان او متخصصین روزي. په دې پوهنځي کې (۳۰) تنه استادان د ماستري تحصیلي درجې او (۵) تنه استادان د لیسانس تحصیلي درجې لرونکي دي، چې دا مهال د ماستري په پروګرامونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د علمي رتبو له پلوه، په دې پوهنځي کې (۶) تنه استادان د نامزد پوهنیار، (۱۹) تنه د پوهنیار، او (۱۰) تنه د پوهنمل علمي رتبه لري.
لیدلوری
د ښوونې او روزنې پوهنځی د یوه معتبر علمي مرجع په توګه غواړي، چې د تدریس او څېړنې له لارې د ټولنې د وګړو په علمي، تعلیمي، روزنیز او کلتوري پیاوړتیا او پرمختګ کې مخکښ رول ولوبوي.
مأموریت
د ښوونې او روزنې پوهنځی د لوړو زدهکړو په برخه کې د باکیفیته تحصیلاتو د وړاندې کولو، د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو لپاره د مسلکي او متخصصو ښوونکو د روزنې، د باکیفیته علمي خدمتونو د وړاندې کولو، د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د معیاري علمي څېړنو د ترسره کولو او د معاصر تدریسي میتودونو د کارونې له لارې د معیاري او مسلکي زدهکړو د تأمین لپاره ځان ژمن او مسؤل ګڼي.
ارزښتونه
- د اسلامي ارزښتونو او انساني کرامت ساتنه؛
- ملي او سیمهییزو ارزښتونو ته درناوی؛
- د خدمتونو د کیفیت دوامداره لوړونه؛
- امانتداري او راز ساتنه؛
- رښتینولي او متقابل همکاري؛
- د څېړنې اخلاقي اصولو ته ژمنتیا.
د ښوونې او روزنې پوهنځي استراتیژیک موخې
د ښوونې او روزنې پوهنځی د راتلونکو پنځو (۵) کلونو لپاره، د خپل مأموریت او لیدلوري پر بنسټ، لاندې موخو ته د رسېدو هوډ لري:
- د ټولنې د اړتیاوو له مخې د لیسانس په کچه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
- د کیفیت د لوړونې او اعتبارورکونې بهیر پیاوړتیا؛
- د ټولنې د اړتیاوو مطابق د علمي او څېړنیزو پروګرامونو رامنځته کول او پراختیا؛
- د معلوماتي ټکنالوژۍ او بنسټیزو تأسیساتو کمیتي او کیفي پراختیا؛
- له کورنیو او بهرنیو تحصیلي او غیرتحصیلي بنسټونو سره د تفاهملیکونو او توأمیتونو زیاتول؛
- د علمي متخصص کادرونو او اداري کارکوونکو زیاتوالی د علمي او څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره؛
- د علمي کادرونو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونه د کیفیت د ښه کېدو او مسلکي کېدو په موخه.
د ښوونې او روزنې پوهنځي موخې
- د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د لیسانس په کچه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
- د کیفیت د ښه والي او اعتبار اخیستنې بهیر پیاوړتیا، څو پوهنځی د هېواد په کچه یو معیاري پوهنځی وګرځي؛
- د تدریس د کیفیت لوړونه او په شته څانګو کې د علمي فعالیتونو پیاوړتیا؛
- د علمي کادرونو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونه د مسلکي کېدو او تعلیمي کیفیت د ښه والي لپاره؛
- له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو رامنځته کول او ساتنه.
چارت(۱): د اداري او د ښوونې او روزنې پوهنځی څانګې تښکیل
جدول(۱): ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړو تحصیلي سویې جدول
|
علمي کادر غړو تحصیلي سویه |
|||
|
لیسانس |
ماستر |
داکتر |
مجموعه |
|
۵ |
۳۰ |
۰ |
۳۵ |
جدول(۲): ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړو علمي رتبو جدول
|
علمی رتبه |
||||||
|
پوهاند |
پوهنوال |
پوهندوی |
پوهنمل |
پوهنیار |
نامزد پوهنیار |
پوهیالی |
|
۰ |
۰ |
۰ |
۱۰ |
۱۹ |
۶ |
۰ |
گراف(۱): د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي رتبو ګراف
محصلانو د جذب احصایه
د تعلیم او تربیې پوهنځي د خپل تأسیس له پیله تر دولسو (۱۲) کلونو پورې، په بېلابېلو رشتو کې ټولټال (۳۲۲۹) تنه محصلان جذب کړي دي، چې د یادې احصایې ګراف په لاندې ډول وړاندې کېږي.
|
جنسیت |
کال |
|
|
نارینه |
ښځینه |
|
|
۵۵ |
۴ |
۱۳۹۱ |
|
۸۷ |
۲۰ |
۱۳۹۲ |
|
۱۱۰ |
۲۶ |
۱۳۹۳ |
|
۲۰۹ |
۳۶ |
۱۳۹۴ |
|
۲۷۳ |
۳۸ |
۱۳۹۵ |
|
۲۷۴ |
۱۰۶ |
۱۳۹۶ |
|
۷۴۹ |
۲۵۳ |
۱۳۹۷ |
|
۱۱۲ |
۱۱۷ |
۱۳۹۸ |
|
۱۶۸ |
۱۱۵ |
۱۳۹۹ |
|
۱۲۵ |
۱۸۰ |
۱۴۰۰ |
|
۷۴ |
۲۳ |
۱۴۰۱ |
|
۷۵ |
۰ |
۱۴۰۲ |
|
35 |
0 |
1403 |
|
67 |
0 |
1404 |
گراف(۴): جذب محصلین پوهنځی تعلیم و تربیه بر حسب سال
تجهيزات، امکانات او زېربنا
دا مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی یو خپلواک ودانیز تعمیر لري چې په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی. په دغه پوهنځي کې اداري څانګې، درسي ټولګي، کتابتون، لابراتوار، د کنفرانس خونې او شنه فضا شتون لري.د پوهنځي اداري څانګې په نسبي ډول په لازم تجهيزاتو سمبالې دي، او کتابتون او لابراتوار یې دا مهال د تجهیز او پیاوړتیا په پړاو کې دي.
څانګې
- کیمیا څانګه
- بیولوژي څانګه
- ریاضي څانګه
- فیزیک څانګه
- پښتو څانګه
- د دری ژبي او ادبیاتو څانګه
- د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه
- اسلامی علومو او فرهنګ څانګه
د ښوونې او روزنې پوهنځی استراتژیک پلان ⬇️