د فراه پوهنتون تاریخچه
فراه پوهنتون، د هېواد په کچه یو علمي او اکاډمیک بنسټ دی، چې د بنسټ ډبره یې د ۱۳۹۱ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۸مه نېټه د هغه وخت د حکومت له لوري د فراه ولایت د باغ نو په سیمه کې کېښودل شوه.
فراه پوهنتون په پیل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ریاضي – فزیک او کیمیا – بیولوژۍ د دوو څانګو په درلودلو سره خپل علمي فعالیت پیل کړ. په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یادې دواړې څانګې په څلورو خپلواکو څانګو ووېشل شوې. همدارنګه، په همدې کال کې د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه هم د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته او په فعالیت پیل وکړ.
په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د کرنې پوهنځی د کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي د دوو څانګو په لرلو سره په پوهنتون کې تأسیس شو. همدارنګه، د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د پښتو ژبې او ادبیاتو، دري ژبې او ادبیاتو، او انګلیسي ژبې او ادبیاتو درې نوې څانګې هم منظورې او فعالې شوې.
په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د اقتصاد پوهنځی د ملي اقتصاد او ادارې او تجارت د دوو څانګو په لرلو سره د فراه پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې شامل شو.
له نېکه مرغه، په هېواد کې د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د شرعیاتو پوهنځی د فقه او قانون او اسلامي تعلیماتو د دوو څانګو په لرلو سره تأسیس او په فعالیت پیل وکړ.
همدارنګه، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د پوهنتون د رهبرۍ د دقیقې اړتیاسنجۍ پر بنسټ، د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د عامه ادارې او عامه پالیسۍ د دوو څانګو په لرلو سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د تاریخ او جغرافیې څانګه، او د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د نباتاتو ساتنې او باغدارۍ څانګې هم رامنځته شوې.
اوس مهال، فراه پوهنتون د پنځو پوهنځیو او شلو (۲۰) علمي څانګو په درلودلو سره د لوړو زدهکړو، علمي څېړنو او ټولنې ته د خدمت په برخه کې فعالیت کوي او د لا پرمختګ او پراختیا په لور خپل علمي او اکاډمیک بهیر په دوامداره توګه پر مخ وړي.