د ښوونې او روزنې پوهنځي د څانګو آمرینو او د کمېټو مسؤلینو خپل شپږ میاشتنۍ کاري راپور ارایه کړل.

farau_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۳۴
Farau

نن په ۶ /۲/ ۱۴۰۳ نېټه باندې چې ۱۶/ شوال/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو آمرینو او اته ګونو کمېټو مسؤلینو خپل د (۱۴۰۲) کال اخري شپږو مياشتو کاري راپور د علمي او محصلانو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني، د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد یزدان پرست، د استادانو او مدیرانو په حضور کې وړاندې کړل. غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل سوه وروسته د ټولو څانګو آمرینو خپل د څانګو کړي څېړنیز، تدریسي او اداري کړني، راتلونکې پلانونو او خپل ستونزې ګډونوالو ته په مفصل ډول ارایه کړل. همداسې ورپسې د کمېټو مسؤلینو هم خپل کړې کړنې ارایه کړل او خپل د نوې کال راتلونکې پلانونو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل. وروسته د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار محمد یزدان پرست وینا وکړل او د ټولو مسؤلینو کاري راپورونه یې مثبت ارزيابي کړل. د ټولو څخه یې مننه وکړل، چې خپل مسؤلیتونه په پوره ايماندارۍ سره سرته رسولې دي. ورپسی د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني هم وینا وکړل د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس او استادانو څخه مننه وکړل او د دوې کړنې یې د قناعت وړ وبلل او ټولو مسؤلینو ته یې ځینې مشورې او سپارښتنې وکړل. وروسته د پوهنځي لخوا د څانګو آمرینو او د کمېټې مسؤلینو ته ستاینلیکونه ورکړل سوه. په پای کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د روان جفت سمستر نهایې ازمویني پیل کړي!

د ښوونې او روزنې پوهنځي کې هم د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د نورو پوهنځيو په څېر د جفت سمستر ازموینې د ازموینې کمېټې په مرسته پیل شوې.

د یادو ازموینو له بهیر څخه د پوهنتون رئیس م. سمیع. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي بروشور د پوهنتون پر محصلانو باندې وویشل سو.

څه موده مخکې د ښوونې او روزنې پوهنځي دویمه ګڼه بروشور(پیژند پاڼه) چاپ سوی او د پوهنتون پر استادانو او اداري کارکوونکو باندې ویشل سو وو. د دې لپاره چې د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې محصلان هم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو خپلې علمي ـ څیړنیزې جریدې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستې

د دوشنبې ورځ او ۱۷/ ۲/ ۱۴۰۳ نېټه د ښوونې او روزنې پوهنځي (۷) څانګو خپل دیوالي جریدې په مختلفو نومونو او منځپانګو سره پرانیستې. پدې پرانیست غونډه کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS