فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

PM_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۶
فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ چې ترسره کېده، پای ته ورسېد.

د دې درسونو په لړ کې د یادې جریدې اړوند موضوعات او مواد اداري او خدماتي کارکوونکو ته په تفصیل سره تشریح شول او د اداري چارو په سم ترسره کېدو کې د هغې د موادو د پوهېدو پر اهمیت ټینګار وشو.

همدارنګه د همدې لړۍ په دوام کې د اداري کارکوونکو لپاره د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې لړۍ پیل شوه او د هغه د اهمیت او موادو په اړه لومړني معلومات وړاندې شول.

په پای کې ګډونوالو د قوانینو د پوهاوي او په اداري چارو کې د هغو د سم تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته