د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسه کې نويو شامل شويو زده‌کړيالانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پيژندنې غونډه ونيول شوه.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۴۱
Photo

چهار شنبه د ( ۱۴۰۲ل) کال د تلې/ميزان پر دولسمه نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسه کې د ( ۱۴۰۲ل) کال کانکور له لارې بريالي شويو زده‌کړيالانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پيژندنې غونډه ونيول شوه. 
غونډه د پوهنيار محمد سرور احمدي له لوري د قرآن‌کريم په مبارکو آياتونو پيل شوه. ورپسې د يادې مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار عبدالبصير رحماني خبرې وکړې, نوموړي په پيل کې نويو شامل شويو زده‌کړيالانو ته مبارکي وويله او دوی يې وهڅول تر څو دغه څلور کلنه دوره په برياليتوب سره پای ته ورسوي. همدارنګه يې محصلان وهڅول تر څو د پوهنتون په سمسورتيا کې فعاله ونډه واخلي. 
ورپسې د يادې مؤسسې رئيس مولوي سميع الله حقاني خبرې وکړې, ښاغلي حقاني زده‌کړيالان وهڅول تر څو خپلو اهدافو ته د رسيدو لپاره زيار وګالي او خپل هدف ته ورسيږی. نوموړي زده‌کړيالانو ته وويل,  چې زموږ لپاره د زده‌کړو ټول امکانات د ا.ا.ا له لوري چمتو شوي, نو دا زموږ دنده جوړيږي، چې د نظام سره اوږه په اوږه ودريږو او په ګډه د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړو. 
ورپسې پوهاند غلام رسول صمدي د علم په ارزښت خبرې وکړې او محصلان يې زده‌کړو ته وهڅول, نوموړي وويل: د هېواد آبادۍ لپاره له زده‌کړو بله ښه وسيله نشته، ځکه همدا زده‌کړې دي چې موږ د نورو هېوادونو سره سيال کولای شي. 
له ده وروسته د ښوونې او روزنې او شرعياتو پوهنځيو ښاغلو رئيسانو په خپل وار خبرې وکړې او زده‌کړيالان يې زده‌کړو ته وهڅول. 
غونډه د مولوي عبدالنافع منيب په دعا سره پای ته ورسيده.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته