د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي محصلانو ته د (قرآن کريم له نظره د هدايت او ضلالت عوامل) ترسرلیک لاندې علمي سمينار وړاندې شو!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۳۹
د هدایت او ضلالت سمینار

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي لخوا د يادې پوهنځي محصلانو ته د (قرآن کريم له نظره د هدايت او ضلالت عوامل ترسرلیک لاندې علمي سمينار د شرعياتو پوهنځي رئیس مفتي فيض اللّٰه فيضان په ګډون وړاندې شو.

سمينار د قرآنکريم څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو.

وروسته د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنیار عبدالاحد رفيقي د قرآن کريم له نظره د هدايت او ضلالت عواملو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.

او سمينار د مفتي فیض اللّٰه فيضان په دعا سره پای ته ورسيد.
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۳۰
Background image

فراه پوهنتون کې په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له لوري، د استادانو مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو لپاره په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۶
Background image

فراه پوهنتون کې د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پای او د حجاجو او معلمینو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ پیل شوه

په فراه پوهنتون کې د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره د امارتي ادارو د عقودو او معاملاتو د قانون رسمي جریدې درسونو لړۍ چې ترسره کېده، پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

فراه پوهنتون کې د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي سمینار ترسره شو

فراه فراه ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري د محصلانو د علمي او څېړنیزې وړتیاوو د لوړولو په موخه د (مقالې لیکلو اصول او د مونوګراف لیکلو طرزالعمل) تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ. . .

بیرته خبرونو ته