د فراه لوړو زده کړو  مؤسسې ورزشي جمنازيوم کې د فوټسال ټورنمنټ پای لوبه ترسره شوه!

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۵۶
photo

 په دې  ټورنمينټ کې د ښوونې او روزنې, شرعياتو , اقتصاد او زراعت پوهنځيو د بيلا بيلو څانګو څخه (۱۲) لوبډلو ونډه درلوده, چې پای لوبه يې نن شنبه( ۱۴۴۵ه ق) کال د شعبان پر (۲۸)تمه نېټه د فراه لوړو زده کړو  مؤسسې په ورزشي جمنازيوم کې د اقتصاد او کرنيزې پراختيا او د ملي اقتصاد څانګو لوبډلو تر منځ وشوه او د ملي اقتصاد څانګې په بريا سره پای ته ورسيده.

د ټورنمټ پایغونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د علمي او محصلانو چارو معاون وينا وکړه او د ورزش په ارزښت يې ګټورې خبرې وکړې. نوموړي ژمنه وکړه, چې د دې ډول سياليو لمن به د پوهنتون څخه د باندې هم وغځوي تر څو د ولايت په کچه نورې لوبډلې هم پکې ګډون وکړي, چې په دې سره به د ورزش اهميت او ګټو په تړاو عام ذهنيت وده وکړي او په راتلونکي کې به د ورزش په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو. په پای کې د يادو لوبډلو د تشويق او هڅونې په موخه لوبغاړو ته ستاينليکونه او جايزې هم ورکړې.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۵۶
Background image

د فراه لوړو زده کړو  مؤسسې ورزشي جمنازيوم کې د فوټسال ټورنمنټ پای لوبه ترسره شوه!

 په دې  ټورنمينټ کې د ښوونې او روزنې, شرعياتو , اقتصاد او زراعت پوهنځيو د بيلا بيلو څانګو څخه (۱۲) لوبډلو ونډه درلوده, چې پای لوبه يې نن شنبه( ۱۴۴۵ه ق) کال د شعبان پر (۲۸)تمه نېټه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۲۶
Background image

فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل د عدالت او انصاف د پاليسي بروشور پر محصلانو، اداري کارکوونکو او استادانو باندې وویشل.

د پوهنتون په اکاډمیک او اداري ساحو کې د عدالت او انصاف پالیسيو باندې پوهاوی د هر محصل، اداري کارکوونکي او استاد حق دی.  په دې منظور د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۱۶
Background image

فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان تشریح او ارایه کړ.

نن ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۰۲ نېټې باندې چې ۱/ روژې/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل استراتیژیک پلان (۱۴۰۲ -۱۴۰۶) چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي دی،  د عامه‌پوهاوي په موخه د. . .

BACK TO NEWS