د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې کارکوونکو لپاره د اداري مراسلاتو مدیریت او عملي مدیریتي مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ وړاندې شو!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۱۷
د کارکوونکو چارو سمینار

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې کارکوونکو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست لخوا د اداري مراسلاتو مدیریت او عملي مدیریتي مهارتونو په اړه روزنیز ورکشاپ د رئیس مولوي سلطان محمد محسن، د کارکوونکو د چارو متخصص احمد سیر سعادت، د ظرفیت لوړونې او روزنې آمر عبیدالله مولائی، د کارکوونکو د استخدام آمر سید نسیم سادات، د ادارې پراختیا آمر رحیم الله همیم او د لوړو زده کړو وزارت د سوانحو عمومي مدیر په ګډون وړاندې شو.

ورکشاپ د استخدام او سوانح مدير حافظ نور احمد تنویر لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو د چارو د ظرفیت لوړونې او روزنې آمر عبیدالله مولائی د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو مدیریت او عملي مدیریتي مهارتونو په اړه ورکشاپ وړاندې کړ.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو چارو رياست استخدام آمر سید نسیم سادات لخوا د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د کارکوونکو چارو عمومي مدير، استخدام مدير، حاضري مامور او د معاشاتو او حواله جاتو مدير ته د استخدام اړوند هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل، چې په کې د کارکوونکو د استخدام په اړه تفصیلي توضیحات ورکړل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته