د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د اعتبار ورکولو دویم پړاو لپاره د ځان ارزونې راپور لیکلو څرنګوالي په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۷
اعتبار ورکول

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د اعتبار ورکولو دویم پړاو لپاره د ځان ارزونې راپور لیکلو څرنګوالي په اړه ښوونیز سمینار د يادې مؤسسې د کیفیت لوړاوي فرعي کمیټو مسؤلینو او غړو ته وړاندې شو.

سمینار د استاد بسم الله امیني له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته د کیفیت لوړاوي د مرکزي کمیټې مسؤل استاد صبور خیرمحمد زاده د اعتبار ورکولو دویم پړاو ځان ارزونې راپور لیکلو په اړه د فرعي کمیټو مسوولینو او غړو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته