د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د عاليې او عالميې دورې فاضلانو شپږ ورځنۍ ازموينه پای ته ورسيده!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۹:۵۰
د عالیې او عالمیې ازموینې پای

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د (۳۰۲) تنو عاليې او عالميې دورې فاضلانو شپږ ورځنۍ ازموينه چې په کې (۹۱) تنو عاليې دورې او (۲۱۱) تنو عالميې دورې فاضلانو ګډون درلود پای ته ورسيده.

ياده ازموينه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني، ګڼ شمير استادانو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي پلاوي په ګډون په رسمي بڼه په ارامه فضا او شفافه توګه ترسره شوه.

د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخواه د يادې ازموينې د لړۍ څخه له نږدې څارنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته