د فراه لوړو زده کړو موسسه کې د چاپيريال د پاکوالي په موخه عمومي اشر ترسره شو!

farau_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۵:۵۳
Faru.Admin

 يکشنبه د (۱۴۴۴ه ق) پر  ( ۱۷)مه نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د چاپيريال د پاکوالي په موخه د زده کړيالانو، استادانو او ادراي کارکوونکو لخوا د خځلو ټولولو  عمومي اشر تر سره شو . 
دا پروګرام چې د فراه د لوړو زده کړو موسسې د رئیس ښاغلي مولوي سميع الله احمدي او رهبري هئیت په سپارښتنه او غوښتنه  باندې په لاره اچول شوی و موخه يې د پوهنتون د ساحې پاکوالی او د دې فرهنګ دودیدل و . ښاغلي ريس صاحب احمدي د نورو فراهي ولسونو څخه هم  وغوښتل، چې ټولې ولسي چارې دې په ګډه او اشر سره ترسره کړي؛ تر څو د ښار هره ستونزه حل شي.
په ياد عمومي اشر کې د فراه پوهنتون ګلدانونه، چمنونه او د ونو لاندې خځلې ټولې  شوې او په یو لرې ځای کې وسوځول شوې.
 په پای کې زده کړيالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ژمنه وکړه، چې ورته اشر به وخت پر وخت په لار اچوي تر څو د پوهنتون چاپيريال د خځلو څخه پاک او د زده کړو او تفريح لپاره يو ښه  پاک محيط ولرو.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته