د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړهلیک لاسلیک شو
د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د علمي او څېړنیزو برخو کې د ګډو همکاریو د رامنځته کولو، د علمي تجربو او معلوماتو د تبادلې، د څېړونکو او د علمي کمېټو د غړو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د علمي مقالو د خپرولو او معرفي کولو او د دواړو لورو له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک له مخې به دواړه مجلې د علمي خپرونو د کیفیت د لوړولو، له څېړونکو او لیکوالانو څخه د ملاتړ، د علمي مقالو او تجربو د تبادلې او د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په برخو کې همکاري کوي.
د دواړو لورو مسؤلینو د دغه هوکړهلیک لاسلیک د فراه او کندز پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه همکاري به د لا زیاتو ګډو علمي فعالیتونو او په ملي او نړیواله کچه د علمي او څېړنیزو مجلو د اعتبار او مقام د لوړولو زمینه برابره کړي.
