د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۵۴
photo

نېټه: یکشنبه؛ ۱۹ / ۵ / ۱۴۴۵ ل.س / ۱۲ / ۹ / ۱۴۰۲

د ښاغلي عبدالوکیل مزمل د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست استازي په مشري، د دې مؤسسې د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د نوموړي هیئت ټولو غړو هر یو (محمد نعیم نظري، روح الله موحد، محمد عظیم شیرزوی، صفت الله پامیري ) او د یادې مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار عبدالبصیر رحماني تر مشرۍ لاندې د تعلیم او تربیې پوهنځي د کیميا، بیولوژي او فزیک څانګو آمرینو او استادانو هم ګډون کړی و.

د فراه لوړو زده‌کړو په مؤسسه کې د شته‌وو لابراتوارونو د وضعیت په تړاو معلومات، د استادانو په همکارۍ د لابراتوارونو تجهیزاتو ته لیست جوړول، د لابراتوارونو اړتیاوو او داسې نورو موضوعاتو باندې عملأ کار وشو، تر څو په نږدې راتلونکي کې یاد تجهیزات او مواد رانیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۲۱
Background image

فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د روان جفت سمستر نهایې ازمویني پیل کړي!

د ښوونې او روزنې پوهنځي کې هم د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې د نورو پوهنځيو په څېر د جفت سمستر ازموینې د ازموینې کمېټې په مرسته پیل شوې.

د یادو ازموینو له بهیر څخه د پوهنتون رئیس م. سمیع. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي بروشور د پوهنتون پر محصلانو باندې وویشل سو.

څه موده مخکې د ښوونې او روزنې پوهنځي دویمه ګڼه بروشور(پیژند پاڼه) چاپ سوی او د پوهنتون پر استادانو او اداري کارکوونکو باندې ویشل سو وو. د دې لپاره چې د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې محصلان هم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو خپلې علمي ـ څیړنیزې جریدې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستې

د دوشنبې ورځ او ۱۷/ ۲/ ۱۴۰۳ نېټه د ښوونې او روزنې پوهنځي (۷) څانګو خپل دیوالي جریدې په مختلفو نومونو او منځپانګو سره پرانیستې. پدې پرانیست غونډه کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS