فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
د وهاج نندارتون

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي سميع‌الله حقاني، د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی سباوون، د صنعت او سوداګرۍ رياست رئيس حافظ شمس‌الحق اجمل، د کار او ټولنيزو چارو رياست رئيس مولوي شیراحمد حق‌طلب، د عامې روغتيا رياست رئيس مولوي شيخ مير صدام، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست رئيس مولوي پیرمحمد حلیمي، همدارنګه د سيمه‌ييزو مسؤلينو، قومي مخورو او ولسي وګړو په پراخ ګډون سره په لاره واچول شو.

په ياد نندارتون کې د فراه پوهنتون علمي او څېړنيزې لاسته‌راوړنې نندارې ته وړاندې شوې، چې په هغو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا څانګې لابراتوار توليدات (د پريمنيځلو توکي لکه ریکا، د لاسونو ضدعفوني ژل او د لاسونو د مينځلو ژل)، د فزيک څانګې لابراتوار توليدات (د ودانۍ د برېښنا بشپړ سيستم)، د شرعياتو پوهنځي او اسلامي ثقافت څانګې د استادانو له لوري تأليف شوی کتاب (د اسلام لنډ تاريخ) او د يادې پوهنځي محصل خطاطي ليکنې، د کرنې پوهنځي محصلانو څېړنيزې پروژې (د شنو خونو لپاره ځانګړې بخارۍ، د غنمو د قطاري کرلو لپاره ځانګړی مارکر او د څېړنو اړوند پوسټرونه)، د فراه پوهنتون علمي مجله له لومړۍ ګڼې څخه تر څلورمې ګڼې پورې چې د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري چمتو شوې ده، او همدارنګه د فراه پوهنتون معلوماتي بروشور چې د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت له خوا د فرهنګي او نشراتي مرکزي کمېټې په همکارۍ ترتيب شوی، شامل دي.

د (وهاج) تر سرليک لاندې د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې د فراه پوهنتون ګډون، د ياد علمي او اکادمیک بنسټ لپاره يو مهم او ارزښتناک لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

بیرته خبرونو ته