فراه پوهنتون کې په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

PM_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۳۰
شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې

د فراه پوهنتون شرعیاتو پوهنځي له لوري، د استادانو مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو لپاره په (شرعي علومو کې د معیاري څېړنې پرمختللي بېلګې) تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو. د دغه سمینار موخه د استادانو د علمي او څېړنیز ظرفیت لوړول، په شرعي علومو کې د معیاري څېړنې له نوېو لارو چارو او بېلګو سره د هغوی بلدتیا او په اکاډمیک چاپېریال کې د معیاري څېړنې فرهنګ پیاوړی کول وو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

وروسته، نوماند پوهنیار صبور خیرمحمدزاده په شرعي علومو کې د معیاري څېړنې د اصولو او بنسټونو، د څېړنې د نوېو میتودونو، د علمي څېړنو د تدوین طریقو او د څېړنیزو آثارو د لیکلو د اساسي معیارونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د مناسبې څېړنیزې موضوع د ټاکلو، د څېړنې د پوښتنو د تنظیم، له معتبرو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې، د علمي امانت‌دارۍ د اصولو د رعایت او په څېړنو کې د سمې حواله ورکونې په اړه لازمې څرګندونې وکړې.

د سمینار په ترڅ کې ګډونوال د پرمختللو څېړنیزو بېلګو، د علمي سرچینو د تحلیل او ارزونې له لارو چارو، د معیاري علمي مقالو او څېړنو د لیکلو له اصولو او د شرعي علومو د پراختیا او د لوړو زده کړو د کیفیت په لوړولو کې د علمي څېړنو له ارزښت سره بلد شول. همدارنګه د اصیلو څېړنو پر ترسره کولو، د علمي معیارونو پر رعایت او د استادانو ترمنځ د څېړنې د روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته