د هرات پوهنتون له رئیس سره لیدنه

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۷:۳۲
farau

د شنبې ورځ په ۲۶/ ۰۱/ ۱۴۰۲ل نېټې چي د روژې مبارکې میاشتې له ۲۴ سره یې سمون درلود، د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سميع الله احمدي او ورسره مل پلاوي هر یو ښاغلي خلیل احمد برهاني د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، مولوي عبدالنافع منيب مالي او اداري مرستيال او پوهنیار حشمت الله ساراني د اقتصاد پوهنځي استاد؛ د هرات پوهنتون له رئیس ښاغلي پوهندوی عبدالعزیز نعماني سره د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس د نوي پوهنځي (اداره او عامه پاليسي) د ایجاد او نصاب د چمتو کولو په اړه مفصل بحث وکړ. همدارنګه د هرات پوهنتون د رئیس او نورو اداري کارکوونکو څخه وغوښتل شول، تر څو د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې کادري او اداري اسناد په چټکي سره طی مراحل سي، همداسې د دې تر څنګ د تضمین کیفیت او نورو اړینو موضوعاتو په هکله هم بحث ترسره شو او  مقابل لوري د پوره مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونه وړ ده، چې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري، استادان او ټول کارکوونکي پوره هوډ لري، تر څو هر څه ژر یاده مؤسسه په پوهنتون واړوي. ان‌شاءالله!

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته