د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له رهبري هیئت، استادانو او اداري کارکوونکو سره د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د محتسبینو ناسته

farau_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۹:۱۱

په ۱۴۰۲/۵/۹ نېټه باندې د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست محتسبینو  د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له رهبري هیئت، استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته او لیدنه ترسره کړه. په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالحنان وینا وکړه او ګډون‌والو ته یې اړینې او لازمې لارښوونې وکړې. د دې غونډې اساسي موخه خپل صورت او سیرت په اسلامي شریعت او د رسول اکرم (ص) پر سنتو باندې مطابق برابرول و. همداسې تأکید وسو، چې ټول استادان او اداري کارکوونکي ملزم دي، چې خپل کړه‌وړه پر اسلامي او شرعي احکامو باندې برابر کړي او پر ځان باندې دغه احکام تطبيق کړي. یاده غونډه په دعایې سره ختمه سوه‌.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته