فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان تشریح او ارایه کړ.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۱۶
Photo

نن ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۰۲ نېټې باندې چې ۱/ روژې/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل استراتیژیک پلان (۱۴۰۲ -۱۴۰۶) چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي دی،  د عامه‌پوهاوي په موخه د غونډې ګډون‌والو ته ارایه او شرحه کړ. په دې غونډې کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان او د دې تر څنګ عامو وګړو ګډون درلود. غونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. د ارایې لومړۍ برخه ښاغلي پوهنیار فواد متین د استراتیژیک پلان کمېټې مشر، دویمه برخه ښاغلي پوهنیار حشمت الله ساراني د استراتیژیک پلان د کمېټې غړی او دریمه برخه ښاغلي پوهنمل محمد حسین فراهي په واضحه توګه ارایه کړه. ورپسې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې قدرمن رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني د اړوند موضوع په اړه وینا وکړه او وویل: چې له دې وروسته موږ برنامې او پلان لرو، په دې پنځو کلونو کې به دغه پلان تطبیق کړو. همدارنګه ښاغلي رئيس صاحب د فراه د لوړو زده کړو د (۱۴۰۲) کال فعالیتونه او راتلونکي پلانونو په اړه ګډون‌والو ته مفصل معلومات ورکړل.
غونډه د دعوت او ارشاد آمر مولوي سمیع‌الحق عاصم په دعایې سره پای ته ورسیده.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۰
Background image

فراه پوهنتون کې د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زده‌کړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

فراه پوهنتون کې د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرليک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د کیمیا لابراتوار مدیریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي». . .

بیرته خبرونو ته