فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د شپږو علمي برنامو د نصاب نيازسنجی ترسره شول!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۶
نیازسنجي

فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د شپږو تحصیلي برنامو د نصاب نيازسنجي د نصاب او کریکولم مرکزي کمېټې په همکاري ترسره شول. د دې برنامې په غونډه کې د يادې مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني، د پوهنځيو رئیسانو، آمرينو، استادانو، اړوند ګمارنکو، فارغانو او محصلانو ګډون درلود.

لومړی غونډه د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل شوه.

وروسته علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني د غونډې ګډونوالو ته د تحصيلي نصاب د نيازسنجی په اړه هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل. 

ورپسې د  ښوونې او روزنې، کرنې او اقتصاد پوهنځیو  شپږو علمي برنامو(څانګو) تحصيلي نصاب د نيازسنجی سمينار په عملي توګه د هرې څانګې د آمر لخوا اړوند  کارګمارنکو، فارغانو، محصلانو او استادانو ته وړاندې شو. 

وروسته د نصاب او کریکولم مرکزي کمېټې ټاکلي شوي پوښتنپاڼې د څلور کتګوري ګډون کوونکو ته وویشل شول او د هغوي نظریات او وړاندیزونه یې د اوسني نصاب په اړه وپوښتل او په دې سره د نن ورځي سمینار او نيازسنجی پای ته ورسید. 

له دې وروسته به د فراه لوړو زده کړو مؤسسې نصاب او کریکولم کمېټې په مرسته هره څانګه خپل د پوښتنپاڼو تحلیل ترسره کوي او پایله به یې د يادې مؤسسې علمي او محصلانو چارو معاونیت او وزارت سره شریکه کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ياد پوهنتون پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي کارکوونکو ته د (کبیره ګناهونو تعداد او د هغوې د دوام تاوانونه) ترسرلیک لاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

بیرته خبرونو ته