د روژې اړوند مسائلو په موخه عمومي غونډه
نن چهار شنبه د ( ۱۴۴۴ ه ق) کال د رمضان المبارک پر ۱۴ مه نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسې د کنفرانسونو او غونډو په تالار کې د امر بالمعروف او شکایاتو اوريدو رياست له لوري د مفتي عبدالاحد منيب په مشرۍ د روژې اړوند ګټورو مسايلو د روښانتيا په موخه عمومي غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د فراه لوړو زده کړو موسسې ښاغلي رئيس مفتي سميع الله حقاني, د علمي او محصلانو چارو معاون, مالي او اداري معاون, د پوهنځيو رئيسانو, د څانګو امرينو, استادانو او ادري کارمندانو ګډون کړی و.
غونډه د حافظ مولوي عبدالنافع منيب له لوری د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د ياد ولايت د امر باالمعروف غړي مفتي عبدالاحد منيب له لوري د غونډې ګډونوالو ته د روژې په فرضيت, قضا, کفاره, مستحباتو, مکروهاتو, تراويح, قيام اليل او د روژې اړوند نورو ګڼو موضوعاتو باندې د قرانکريم او احاديثو په رڼا کې هر اړخيز بحث وشو. نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دغه شرعي او ديني مسایل د يو مسلمان لپاره خورا اړين دي, چې په دې برخه کې زموږ موخه د ذهنيتونو روښانه کول دي تر څو د پوره ثواب مستحق شي.غونډه په دعا سره پای ته ورسيده.
د نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه