د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له دوو پوهنځیو څخه (۱۴۳) تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې سول.

farau_admin
Tue, Sep 05 2023 8:41 AM
photo

د دوشنبې په ورځ ۱۳ / ۶ / ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي له دوو څانګو څخه (۵۳) تنه او د ښوونې او روزنې پوهنځي له اتو څانګو څخه (۹۰) تنه محصلان له څلور کلني زده‌کړه‌ییز بهیر وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي سول، چي په همدې موخه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په ورزشي او فرهنګي جمنازیوم کې د یادې ادارې لخوا د فراغت لمانځغونډه ونیول سوه.
د فراغت په دې لمانځغونډه کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس مولوي سمیع الله احمدي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار عبدالبصیر رحماني، مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالنافع منیب، د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو، استادانو، علماؤ، رسانو، قومي مشرانو، د امارتي ادارو مسئولینو او د فارغ سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
فراغت لمانځغونډه د مولوي شاه ولي الله لخوا د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه؛ په پیل کې ښاغلي مفتي عبدالظاهر صدیقي د شرعیاتو پوهنځي استاد، ښاغلي مفتي عبدالباري حقاني د بدرالعلوم مدرسې استاد، ښاغلي مفتي محمود شاکر د منبع العلوم مدرسې استاد، د پوهنې ریاست رئیس ښاغلی الحاج مولوي اختر محمد زعیم او د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی سباوون په وار سره خپلې علمانه ویناوې وکړي. 
وروسته د ترانې بلبل ښاغلي سید سبحاني آغا خپل په ترنم سره غونډې ته ښکلا ور وبخښله. له ترنم وروسته ښاغلي مفتي عبدالباري راغب او د فارغو محصلانو استازي خبرې وکړي. وروسته د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس لومړی د دواړو  پوهنځيو مسئولانو، استادانو، ټولو فارغ سوو محصلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکۍ وویل او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل: ډېر د شکر ځای دی، چي د اسلامي نظام تر چتر لاندي په داسي یوه لویه غونډه کي راټولیږو، نوموړي فارغ سوو ځوانانو ته په خطاب کي وویل: راسئ ځوانانو ټول په ګډه د اسلامي نظام، هېواد او د ټولني پرمختګ ته ملا وتړو او ټول یو او بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو.
د غونډي په جریان کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، تر یادو برخو وروسته ټولو فارغ سوو محصلانو ته تهنیت‌لیکونه ورکړل سوه او غونډه د استاد مفتي نعمت الله انصاري د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نشراتو او فرهنګی کمیته

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS