د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې کې د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینه واخیستل شوه

farau_admin
Mon, Aug 07 2023 9:15 AM
Farau.Admin

د روان ۱۴۰۲ هـ کال د اسد د میاشتې په ۱۲ او ۱۳ نیټو د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په انګړ کې د کانکور آزموینه واخیستل شوه. د کانکور په یاده دوه ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو، خامسه درجې، عالیه دورې او دیني علومو له (۷۸۷) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شوه. 
په همدې مناسبت د زمري په ۱۲مه نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د ورزشي جمنازیوم او غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي غړو، د فراه پوهنې ریاست مسؤلینو، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د فراه ملي راډیو ټلويزیون خبریالانو برخه لرله.
غونډه د فراه د پوهنې رئیس الحاج اختر محمد زعیم په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور په دې دوه ورځني بهیر کې به د فراه ولایت د دولسمو ټولګیو، خامسه درجې، عالیه دورې او دیني علومو له فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله احمدي په خپلې وينا کې وويل: د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې اداره د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه کړې ده. 
د ازموينو ملي ادارې د سږني کانکور د فراه ولایت مسؤل پوهنمل احمد ولي عالمي د غونډې ویناوال و، چې د ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره یې د غونډې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ، چې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له استادانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډون‌والو په حضور کې د پوښتن‌پاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس، د علمي او محصلانو چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو او د ازموینو ملي ادارې د مسؤلینو په ملتیا د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه او ممتحنو استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اصولو سره سمه ازموینه واخلي او ګډون‌والو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي.

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS