د دوشنبې ورځ د (۱۴۰۲ل) کال د اسد مياشتې په دېرشمه نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري او استادانو د فراه ولايت والي ښاغلي ملا نور محمد روحاني سره ګډه ناسته وکړه.

farau_admin
Wed, Aug 23 2023 9:28 AM
Ayazi

په دې ګډه ناسته کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ښاغلي رئيس مولوي سميع الله احمدي, د علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني, د مالي او اداري چارو معاون حافظ مولوي عبالنافع منيب, د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو او استادانو ګډون کړی و.
د ښاغلي والي صاحب له ښه راغلاست وروسته د يادې مؤسسې ښاغلي رئيس مولوي سميع الله احمدي خبرې وکړې او د پوهنتون ستونزې يې ښاغلي والي صاحب ته په ګوته کړې. 
ورپسې د يادې مؤسسې د علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني خبرې وکړې, نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: دا چې فراه يو له لرې ولايتونو څخه دی او په تیر وخت کې ورته دومره توجه شوې نه وه, همدا لامل دی چې لا تر اوسه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسه په څېړنیزو او تدریسي برخو کې له ستونزو سره مخ ده.
ورپسې ښاغلي والي صاحب خبرې وکړې او د يادو ستونزو د هواري په برخه کې يې د همکارۍ ټټر وواهه, ترڅو يادې ستونزې له منځه لاړې شي.
یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسيده.

نشراتو او فرهنګی کمیټه

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS