د فراه لوړو زده کړو  مؤسسې ورزشي جمنازيوم کې د فوټسال ټورنمنټ پای لوبه ترسره شوه!

farau_admin
Tue, Mar 12 2024 4:56 AM
photo

 په دې  ټورنمينټ کې د ښوونې او روزنې, شرعياتو , اقتصاد او زراعت پوهنځيو د بيلا بيلو څانګو څخه (۱۲) لوبډلو ونډه درلوده, چې پای لوبه يې نن شنبه( ۱۴۴۵ه ق) کال د شعبان پر (۲۸)تمه نېټه د فراه لوړو زده کړو  مؤسسې په ورزشي جمنازيوم کې د اقتصاد او کرنيزې پراختيا او د ملي اقتصاد څانګو لوبډلو تر منځ وشوه او د ملي اقتصاد څانګې په بريا سره پای ته ورسيده.

د ټورنمټ پایغونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د علمي او محصلانو چارو معاون وينا وکړه او د ورزش په ارزښت يې ګټورې خبرې وکړې. نوموړي ژمنه وکړه, چې د دې ډول سياليو لمن به د پوهنتون څخه د باندې هم وغځوي تر څو د ولايت په کچه نورې لوبډلې هم پکې ګډون وکړي, چې په دې سره به د ورزش اهميت او ګټو په تړاو عام ذهنيت وده وکړي او په راتلونکي کې به د ورزش په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو. په پای کې د يادو لوبډلو د تشويق او هڅونې په موخه لوبغاړو ته ستاينليکونه او جايزې هم ورکړې.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS