د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پيل شو!

media_admin
Mon, Jan 20 2025 6:48 PM
OBE-SCL ورکشاپ

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د کندهار او هلمند پوهنتونونو د دوو تنو ماسټرټرينرانو لخوا د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ورکشاپ د مفتي عبدالمالک فاروقي لخوا د قرآن‌کريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل شو.

لومړی د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنيار عبدالبصير رحماني د کندهار او هلمند پوهنتونونو ماسټرټرينرانو ته ښه راغلاست او هرکلی ووايه او د یاد ورکشاپ پر اهميت او مهمو موخو يې بحث وکړ.

وروسته ماسټرټرينر پوهنمل محمد قاسم عادل لنډه وينا وکړه او د ورکشاپ د جوړښت په اړه يې رڼا واچوله او د (OBE او SCL) ورکشاپ لومړنۍ ورځې برخه يې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته وړاندې کړه.
ياد ورکشاپ د خير په دعا سره پای ته ورسيد.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS