د فراه لوړو زده کړو مؤسسه د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست لخوا وستايل شوه!

media_admin
Wed, Apr 16 2025 10:46 AM
د پوهنتون ستاینه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست، د ياد وزارت د ناستو په عمومي تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسه چې د هېواد په کچه يې د کيفيت لوړونې لومړنۍ مرحلې څخه د اعتبار اخيستنې په برخه کې تر ټولو لوړې (۸۳.۳۹) نمرې لرلې وستايل شوه.

په دې ستاينغونډه کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصير رحماني او د کيفيت لوړونې آمر پوهنيار حامد طيب ګدون درلود.

په همدې مناسبت غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن اریوبي وویل چې موږ باید د لوړو زده‌کړو کیفیت لوړ کړو، ترڅو ټاکلو موخو ته ورسېږو او په علمي ډګر کې په ځان بسیا شو. 

نوموړي زیاته کړه چې موږ هغه وخت کیفیت لوړولی شو، چې د زده‌کړو لپاره معیاري تدریسي، زېربنایي او د نصاب اسانتیاوې برابرې او د تضمین کیفیت ټول اصول مراعات کړو.

دغه راز د لوړو زده‌کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي وویل: 

چې د تضمین کیفیت معیارونو غوښتنه د تحصیلي نظام او ټولنې غوښتنه ده او اوس د دې وخت دی، چې په هېواد کې لوړې زده‌کړې معیاري او کیفیت یې لوړ کړو. 

په دغه ناسته کې د هغو ۱۴ امارتي او خصوصي پوهنتونونو ستاینه وشوه، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې نوې مرحلې اخیستې وې او یا یې خپل سندونه حفظ کړي وو. 

د یادونې وړ ده چې تضمین کیفیت درې مرحلې لري لومړۍ، دویمه او درېیمه مرحله، چې درېیمې ته یې بشپړ اکاډمیک اعتبار هم وایي.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS