فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان تشریح او ارایه کړ.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۱۶
Photo

نن ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۰۲ نېټې باندې چې ۱/ روژې/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل استراتیژیک پلان (۱۴۰۲ -۱۴۰۶) چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي دی،  د عامه‌پوهاوي په موخه د غونډې ګډون‌والو ته ارایه او شرحه کړپه دې غونډې کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان او د دې تر څنګ عامو وګړو ګډون درلودغونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. د ارایې لومړۍ برخه ښاغلي پوهنیار فواد متین د استراتیژیک پلان کمېټې مشر، دویمه برخه ښاغلي پوهنیار حشمت الله ساراني د استراتیژیک پلان د کمېټې غړی او دریمه برخه ښاغلي پوهنمل محمد حسین فراهي په واضحه توګه ارایه کړه. ورپسې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې قدرمن رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني د اړوند موضوع په اړه وینا وکړه او وویل: چې له دې وروسته موږ برنامې او پلان لرو، په دې پنځو کلونو کې به دغه پلان تطبیق کړوهمدارنګه ښاغلي رئيس صاحب د فراه د لوړو زده کړو د (۱۴۰۲) کال فعالیتونه او راتلونکي پلانونو په اړه ګډون‌والو ته مفصل معلومات ورکړل.
غونډه د دعوت او ارشاد آمر مولوي سمیع‌الحق عاصم په دعایې سره پای ته ورسیده.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو خپلې علمي ـ څیړنیزې جریدې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستې

د دوشنبې ورځ او ۱۷/ ۲/ ۱۴۰۳ نېټه د ښوونې او روزنې پوهنځي (۷) څانګو خپل دیوالي جریدې په مختلفو نومونو او منځپانګو سره پرانیستې. پدې پرانیست غونډه کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

د څېړنې او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال غوره څېړونکي وستايل شو

نن پنجشنبه په ۱۴۰۳/ ۲/ ۲۰ نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسې د څېړنو او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال تر ټولو غوره څېړونکي وستايل شو. 
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۳۴
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د څانګو آمرینو او د کمېټو مسؤلینو خپل شپږ میاشتنۍ کاري راپور ارایه کړل.

نن په ۶ /۲/ ۱۴۰۳ نېټه باندې چې ۱۶/ شوال/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري د ښوونې او روزنې پوهنځي اته ګونو څانګو آمرینو او اته ګونو کمېټو مسؤلینو خپل د (۱۴۰۲) کال اخري شپږو مياشتو کاري راپور د علمي. . .

BACK TO NEWS