د څېړنې او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال غوره څېړونکي وستايل شو

farau_admin
Sun, May 12 2024 9:42 AM
farau

نن پنجشنبه په ۱۴۰۳/ ۲/ ۲۰ نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسې د څېړنو او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال تر ټولو غوره څېړونکي وستايل شو. 
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د څېړنو او علمي مجلې امر پوهنيار محمد حسين (مياخيل) د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او د څېړنو په ارزښت يې ګډونوالو ته ګټور معلومات ورکړل ترڅنګ يې  نور استادان وهڅول تر څو په راتلونکي کې لا ډېرې ګټورې څېړنې وکړي تر څو په د څېړنو په برخه که نور هم مخکښ شو.
ورپسې د فراه لوړو زده کړو موسسې رئيس مولوي سميع الله (حقاني) غونډې ته وينا وکړه, نوموړي له استادانو مننه وکړه چې د خپلو نورو مسئوليتونو سره سره د څېړنې په برخه کې هم مخکښ دي, چې په تېر کال کې د څېړنو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرو.
د تېر کال غوره څېړونکو له ډلې څخه پوهنيار حامد (طيب) د فزيک څانګې استاد, پوهنيار حسيب الله (ايازي) د کيميا څانګې استاد, پوهنمل محمد حسين (فراهي) د رياضي څانګې, پوهنيار کاظم (نيکزاد) د اګرانومي څانګې استاد, پوهنيار عبدالبصير (رحماني) د پښتو څانګې استاد او پوهنيار عبدالرازق (رحماني) د يادې موسسې رئيس له لوري د ستاينليکونو په ورکړې سره ونازول شول. 
د ستاينې ياده غونډه په دعا سره پای ته ورسيده.

در نشراتو مدیریت 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS