د جنیوا کال مؤسسې لخوا په فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د (نړيوال بشردوستانه قانون) ترسرلیک لاندې دري ورځنی کورس وړاندې شو!

media_admin
Mon, Feb 10 2025 2:55 PM
جنیوا کال

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې د جنیوا کال مؤسسې لخوا د (نړیوال بشردوستانه قانون) ترسرلیک لاندې دري ورځنی کورس د هرات پوهنتون، د فراه، نيمروز، او بادغیس لوړو زده کړو مؤسساتو د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو استادانو او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو چارو اړيکو او بورسيو تنظيم رياست مسؤلينو لپاره په لاره واچول شو.

ياد کورس د قرآنکريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل شو.

لومړی د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني د دري ورځنی کورس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ياد کورس يې د استادانو لپاره ډير ګټور وباله.

وروسته د فراه ولايت اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد عبدالحي سباوون د کورس ګډونوالو ته وينا وکړه او ټولو ميلمنو ته يې فراه ولايت ته ښه راغلاست ووايه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د ا.ا.ا له راتګ سره د ټولو استادانو، مامورینو او ولسي وګړو هر ډول حقونه له بشري ناورين، شخړو، بد مرغيو او ناخوالو څخه خوندي او د امن په فضا کې خپل د ژوند چارې مخته وړي.

ورپسي د نړيوال بشر دوستانه قانون کورس ماسترترينرانو هر يو ښاغلي دوکتور شاه فيصل سادات، ښاغلي محب اللّٰه شبير او ښاغلي حمدالله درانی د جنيوا کال مؤسسې د پيژندنې، د نړيوالو بشرپالو حقوقو بنسټيز مفاهيم او د نړيوال بشرپاله حقوق د اسلامي احکامو په رڼا کي ګډونوالو ته هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.

او په پای کې د لوړو زده کړو وزارت بهرنيو چارو اړيکو او بورسيو تنظيم رئیس ښاغلي سليمان نثار حسين خيل د کورس ګډونوالو څخه په مننې وويل، موږ کوښښ چې د استادانو لپاره همدارنګه علمي برنامې ترسره کړو او زياته يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت کوښښ کوي چې د پوهنتونونو استادانو لپاره په خپل ګران هیواد افغانستان کې د ماسټري او دوکتورا زده کړو په برخه کې زمينه برابره کړي.

د يادونې وړ ده چې د جنيوا کال مؤسسه په هيواد کې د نړيوالو بشردوستانه حقوقو او قوانينو د ودې په برخه کې کار او هڅې کوي ترڅو ټول بشردوستانه حقونه او قوانين پلي شي.
او ياد کورس د خیر په دعا سره پای ته ورسيده.
 

Latest news

Mon, Jul 06 2026 11:54 AM
Background image

test

test

Wed, Apr 01 2026 10:56 AM
Background image

A Two-Day Scientific Seminar Titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph Preparation” Held at Farah University

The Research Committee of the Faculty of Education at Farah University organized a two-day scientific seminar titled “Principles of Article Writing and the Procedure for Monograph. . .

Mon, Mar 02 2026 11:40 AM
Background image

Training Seminar Titled “First Aid” Conducted for the Professors and Administrative Staff of Farah University

A training seminar titled “First Aid” was presented to academic and administrative staff of Farah University. The seminar was organized by the Central Health Committee in cooperation. . .

BACK TO NEWS