د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ليلې محصلانو تر منځ د (وينا هنر سيالۍ) ترسرلیک لاندې ترسره شوه!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې د ليلې محصلانو تر منځ د وينا هنر سيالۍ ترسرلیک لاندې د داورانو په منځګړيتوب ترسره شوه.
ياده سيالۍ ټولنې ته د خدمت او د محصلانو وړتياوو لوړولو په موخه ترسره شوې، چې په کې ممتازو محصلانو ته بيلابيل ډالي او ستاينليکونه ورکړل شوه.