د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمريت لخوا د بیت المال د ساتنې او محافظت تر سرلیک لاندې اصلاحی سمینار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمريت لخوا د بیت المال د ساتنې او محافظت تر سرلیک لاندې اصلاحی سمینار د دې مؤسسې د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره وړاندې شو.
یاد سمینار د قرآن کریم څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د دعوت او ارشاد آمریت آمر مفتی سمیع الحق عاصم لخوا پیل شو.
وروسته پوهنيار شاه ولی الله محمدي د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعیاتو پوهنځي استاد د بیت المال ارزښت، د بیت المال منابع، د بیت المال مصرف، په اسلامي ټولنې کې د بیت المال مدیریت اصول، په بیت المال کې فساد او د بیت المال په وړاندې مسؤلیت منلو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.