د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د Turnitin سافټویر پېژندنې او کارونې اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې څیړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو لپاره په لیکنو او مقالو کې د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې او کارونې اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.
سمينار د پوهنيار عبدالباسط صامت په تلاوت سره پيل شو.
وروسته د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنیار محمد حسين میاخېل لنډه وينا وکړه.
ورپسې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي انګليسي څانګې استاد او علمي-څېړنيز ژورنال مسؤل مدير پوهنيار جواد افغان د Turnitin سافټویر پیژندنه او د دې سافټویر د کارونې ګټې او موثریت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په سافټویر کې د اکاونټ جوړولو برخه عملاً تشریح کړه او د ياد سافټویر په اړه د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړي.
او سمينار د پوهنيار عبدالمتين آميني په دعا سره پای ته ورسيد.