د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا (په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ارزښت او فضايل) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکونکو ته (په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ارزښت او فضايل) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو.
سمينار د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د دعوت او ارشاد آمر مفتي سميع الحق عاصم په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ارزښت او فضايلو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل.
او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسیده