د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د ۱۴۰۳ل کال د عملياتي پلان د (۸۵.۵۲) سلنې تطبيق!

د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د تدوین او له تطبیق څخه د څارنې اصلي کمېټې له لوري ټاکل شوي هیئت د تفصیلي راپور پر بنسټ، د یادې مؤسسې د ۱۴۰۳ کال کلنی عملیاتي پلان (۸۵.۵۲) سلنه تطبیق شوی دی. دا سلنه د دې څرګندونه کوي، چې یادې مؤسسې د اداري کارکوونکو، کادري غړو او د رهبرۍ د منسجمو هڅو او ګډو همکاریو پایله ده، چې له مخې یې مؤسسه توانېدلې ده د ۱۴۰۳ کال لپاره ټاکل شوو موخو ته ورسېږي.