فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو
د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو. د دغه سمینار موخه د استادانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د انفرادي پلان د ترتیب او تدوین له اصولو او معیارونو سره د هغوی بلدتیا او د ښوونیزو او اکاډمیکو فعالیتونو د کیفیت ښه کول وو.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د کیفیت لوړونې آمر، پوهنمل حامد طیب، ګډونوالو ته د انفرادي پلان د مفهوم، ارزښت، د ښوونیزو او علمي فعالیتونو په پلان جوړونه کې د هغه د رول او د کیفیت د لوړونې په برخه کې د هغه د اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د انفرادي پلان د چمتو کولو معیارونه، د موخو ټاکل، د فعالیتونو تنظیم، د عملي کولو مهالویش او د ارزونې او تعقیب لارې په تفصیلي ډول تشریح کړې.
ورپسې ګډونوال د انفرادي پلان له عملي بېلګو سره بلد شول او د ښوونیزو او اکاډمیکو فعالیتونو په بهیر کې د هغه د ترتیب او پلي کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه. همدارنګه د استادانو پوښتنو ته لازم او قناعتبښونکي ځوابونه وړاندې شول.
په پای کې د منظمې پلان جوړونې، د کیفیت د لوړونې له معیارونو سره سم د انفرادي پلانونو د ترتیب او د استادانو د علمي او ښوونیز فعالیت د لا ښه والي په برخه کې د هغو پر ارزښت ټینګار وشو او سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
