فراه پوهنتون کې د فراه او نيمروز امارتي پوهنتونونو محصلانو ته د (ديني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو) ترسرلیک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار جريان
د لوړو زده کړو وزارت دعوت او ارشاد رياست په لارښوونه د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د فراه او نیمروز امارتي پوهنتونونو او د فراه ولایت غرجستان خصوصي پوهنتون محصلانو ته د «دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو» ترسرلیک لاندې شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار جريان لري.
د ياد شپږ ورځنۍ اصلاحي سمینار په جریان کې د فراه ولايت جيد دیني عالمانو او استادانو له لوري ګډونوالو ته بېلابېلې دیني، فکري او اخلاقي موضوعګانې وړاندې شوې.
د محصلانو فعاله ونډې په ترڅ کې د وړاندې شوو موضوعګانو په اړه پوښتنې او نظرونه شریک شول، چې د استادانو او دیني عالمانو له لوري ورته لازم وضاحتونه وړاندې شول.
دغه شپږ ورځنی اصلاحي سمینار د محصلانو د دیني، فکري او اخلاقي پوهاوي د لوړولو، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د ځوان نسل د سالمې فکري او اخلاقي روزنې په موخه ترسره کيږي.
