د فراه پوهنتون او غرجستان خصوصي پوهنتون ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو
د فراه پوهنتون او د فراه ولایت د غرجستان خصوصي پوهنتون ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو هوکړهلیک د فراه پوهنتون د رئیس مولوي سمیعالله حقاني او د غرجستان خصوصي پوهنتون د پلاوي په حضور کې لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د علمي او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا، د دواړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د ودې او پراختیا لپاره د ګډو همکاریو د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک له مخې، دواړه لوري به په علمي، ښوونیزو، څېړنیزو او ظرفیت لوړونې برخو کې، د تجربو د تبادلې او د بنسټیزو اړیکو د ښهوالي په موخه همکاري کوي. همدارنګه، د ګډو علمي او ښوونیزو پروګرامونو جوړول، د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د دواړو بنسټونو له علمي ظرفیتونو او امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه د یادو همکاریو له اساسي برخو څخه دي.
د دغه هوکړهلیک لاسلیک د لوړو زدهکړو د بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګښت، د پوهې او تجربو د تبادلې او د ښوونې او علمي څېړنو د کیفیت د لوړولو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
