News
د فراه لوړو زده کړو مؤسسه کې د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ښاغلو استادانو ته د ديني او علمي سمينار پرانيستغونډه ونيول شوه.
نن جمعه د ( ۱۴۴۴ ه ق) کال د شعبان پر ( ۱۱) يولسمه نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په نوښت د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ښاغلو استادانو ته ديني او علمي سمينار پرانيستغونډه او تر څنګ يې د پوهنتون تاریخچې او بيرغ په پار د جوړ شوي څلي پرانيسته وشوه.
په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين ښاغلی مولوي حافظ محمد حامد حسيب, د لوړو زده کړو وزارت د کادري ازموينو ښاغلي رئيس مفتي سعيد مدني, د علماو شورا غړي شيخ الحديث عبدالقيوم اغا, د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ښاغلو رئيسانو او استادانو تر څنګ د بيلا بيلو ادارو ښاغلو رئيسانو ګډون کړی و.
غونډه د اجنډا سره سم د مولوي شاه ولي الله له لوري د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي په لاس د پټۍ په پرې کولو سره په پوهنتون کې د جوړ شوي څلي پرانيسته وشوه او د افغانستان اسلامي امارت بيرغ يې پرې پورته او رپاند کړ، ورپسې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ښاغلي رئيس مفتي نعمت الله انصاري له لوري د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وويل شو او د غونډې پيليزه وينا يې وکړه . نوموړي د پوهنتون اړوند بيلا بيلو برخو کې د پرتو ستونزو يادونه وکړه او د ستونزو هواري په موخه يې له ښاغلي پلاوي توجه او مرسته وغوښته, تر څو تر څو ياد پوهنتون د پرمختګ په لور لا نور ګامونه واخلي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کادري ازموينو ښاغلي رئيس مفتي سعيد مدني د غونډې ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د غونډې ګډونوال متوجه کړل چې د الله ج له لوري په راکړل شويو نعمتونو شکر وباسو او هيڅکله يې ناشکري ونکړو. نوموړي تېر اشغال ته په اشارې وويل: لکه څنګه چې اشغالګرو ته خپلو نیکونو د افغانانو د ميړانې او سرخندنې کيسې کړي, همداسې په ميړانه يې د دوی اولادونو ته خپله ميړانه, افغانيت او سرخندې ثابتې کړې او اشغالګر يې د يوې بلې شرميدلې ماتې سره مخ کړل. نوموړي دا هم وويل چې اسلامي امارت د يو څو مسولينو کور نه دی بلکې دا د افغانستان د وګړي وګړي کور دی او ټول ذمه واري لري چې د دې په ساتلو کې پوره پوره ونډه واخلي, په دې برخه کې موږ بايد نه دا چې اتحاد وساتو بلکې هېواد او نظام په هر برخه کې غښتلی کړو. همدارنګه نوموړي دا هم وويل چې موږ بايد په ګډه د غربيانو د فکري يرغل مخه ونيسو او هغه واټن چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ غربيانو رامنځته کړی و په بشپړه توګه له منځه يوسو او د دوی د عصري او ديني زده کړو د ويشلو داعيه باطله کړو. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل; څرنګه چې پوهنتون او مدرسې د تېر اشغال په لمنځه وړلو کې لويه ونډه اخيستې او تل سره يو لاس و همداسې به متحد پاتې وي او دا اتحاد به يې لا غښتلی شي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسيب د علم ارزښت په اړه علمي وينا وکړه. نوموړي خوښي وښوده چې په داسې يو علمي مجلس کې سره يو ځای شوي يو چې د انسان او انساني ټولنې د پر مختګ منابع را په ګوته کوي. ښاغلي معين صاحب دا هم وويل چې د اسلام عالي مقام او د مخکې تګ اصلي مبنا جهاد دی, کله چې د جهاد په مرسته فتحه تر لاسه شي بيا د علم په مرسته د وطن د ابادۍ او پرمختګ زمينه برابريږي.
ښاغلي معين صاحب څرګنده کړه چې علومو په برخه د اسلامي امارت اساسي هدف دا دی چې هر څه ولولو او د ټولو علومو په برخه کې د الله ج د هدايت سره سم ځانونه ورسو; تر څو د نورو له احتیاج څخه ځانونه خلاص کړو. نوموړي استادانو ته ډاډ ورکړ, چې ماستري او دکتوری ته د استادانو په استولو کې د لوړو زده کړو وزارت ټينګ هوډ لري چې دوی ته به په داخل او خارج کې د لا نورو زده کړو زمينه برابره کړي. ښاغلي معين صاحب دا هم وويل چې په ټوله کې اسلامي امارت او په ځانګړی توګه د لوړو زده کړو وزارت رهبري غواړي خپلو ټولو علمي کادرونو ته که هغه په هر پوهنتون کې وي هوساينه رامنځته کړي او هر ډول امکانات چې د وزارت په توان کې وي د دوی په روزنه او هوساينه ولګوي.
نوموړي استادانو ته ډاډ ورکړ, چې د استادانو معاشونه به خپل حال ته رسوو او که نور امکانات برابر شو هڅه مو داده چې نور يې هم لوړ کړو. ښاغلي معين صاحب د خپلو خبرو په پای کې وويل چې د هېواد بيلابيلو پوهنتونو ته تګ څخه زموږ اساسي هدف دا دی چې د مسولينو ستونزې واورو او هر څه له نيږدې څخه وګورو چې دا د لوړو زده کړو په برخه کې زموږ د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي او دا لړۍ به دوامداره ساتو. ورپسې د فراه ولايت د علماو شورا غړي شيخ الحديث عبدالقيوم اغا صاحب وينا وکړه, نوموړي د اشغال په مقابل کې د فراه غيورو ولسونو ميړانې او سرخندنې وستايلې او د اشغال په لمنځه وړو کې يې د دوی د غوښنې ونډې يادونه وکړه. نوموړي وويل د فتحې رامنځته کيدل د الله ج له لوري يوه ستره ډالۍ ده, چې موږ يې بايد شکر وباسو او دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې هيڅ خارجي اشغالګر شتون نلري او په هېواد کې سر تاسري امنيت دی. ښاغلي د خپلو خبرو په پای کې له وزارت څخه راغلی پلاوی دې ته متوجه کړ, چې د فراه لوړو زده کړو موسسې په پر مختګ او د ستونزو په هوارې کې يې مرسته وکړي.
غونډه د جامعاتو او تخصصاتو د عمومي ازموينو د کمېټې مسؤل ښاغلي مولوي محمد خالد نعمت صاحب په دعا سره پای ته ورسيده.
نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه