د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د څېړنيز ظرفيت لوړولو درې ورځني روزنیز ورکشاپ پای

farau_admin
Sat, Nov 18 2023 9:31 PM
Photo

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې په ورزشي جمنازیوم کې د څېړنيز ظرفيت لوړولو درې ورځنی روزنيز ورکشاپ چې په ۱۳/ ۸ / ۱۴۰۲ نېټه پيل شوی و، نن په ۱۵/ ۸/ ۱۴۰۲ نېټه پای ته ورسيد. 
ياد ورکشاپ د تحقيق مرکزي کمېټې په نوښت د فراه د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو مؤسسو د استادانو، علمای کرامو، ذی‌نفعو اداراتو، د څلورم ټولګیو محصلانو او عامو محققینو لپاره پيل شوی و.
دا درې ورځنی تحقیقي ورکشاپ د پوهنيار کاظم نيکزاد او پوهنيار حشمت الله ساراني له لوري د فرهنګي او نشراتي مرکزي کمېټې په همغږۍ او همکارۍ پر مخ يوړل شو، چې د څېړنې اړوند بېلابېلې موضوع‌ګانې په عملي او نظري ډول په کې تشريح شول. 
د یاد ورکشاپ لومړۍ ورځ د علمي څېړنو پر ډولونو، جوړښت او داسې نورو... باندې څرخېد، چې ښاغلي پوهنیار کاظم نیکزاد صاحب وړاندې کړ، همدارنګه نوموړي استاد په دویمې ورځې کې هم د پروپوزل‌لیکنې اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل او د دریمې ورځې موضوع چې د معیاري اخځ‌لیکنې او ډولونو اړوند په تمریناتي او عملي ډول له ګډون‌کوونکو سره ترسره شو، د ښاغلي پوهنیار حشمت الله ساراني لخوا ارائه او وړاندې شو.
د ورکشاپ په پای کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئيس مولوي سميع الله حقاني د ياد ورکشاپ په اهميت خبرې وکړې. نوموړي د څېړنې پرمختګ لپاره د داسې ورکشاپونو جوړيدل اړين وبلل او په دې ډول د نورو ورکشاپونو د جوړيدو په پار يې د هر ډول امکاناتو د چمتو کولو ژمنه وکړه. 
همدارنګه ښاغلی مفتي صاحب مخلص چې د فراه ولایت د معارف ریاست په استازیتوب یې په یاد څېړنیز ورکشاپ کې ګډون کړی و، د ورکشاپ د جمع‌بندي او پایلې وینا وکړه او د دې ورکشاپ پر جوړیدو، منځپانګې او فني اړخونو باندې مفصله او پوره وینا وکړه او زیاته یې کړه چې پوهنتونونه د علمي څېړنو مرکزونه دي، اسلامي نظام د دې مراکزو په غنامندي کې ډېره زیاته هڅه او تلاښ لري، خو دا چاره په همدې استادانو او محققینو بشپړیږي. 
په پای کې د ورکشاپ وړاندې‌کوونکو استادانو ته د لا هڅوونې او تشويق په موخه ستاينليکونه ډالۍ شول. 
ياد ورکشاپ د مولوي سعید احمد نوري په دعا سره پای ته ورسيد.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

Latest news

Sat, Jul 20 2024 8:37 AM
Background image

Auspicious News for the Esteemed, Scholarly, and Culturally-Inclined People of Farah Province!

The Farah Institute of Higher Education has, throughout the history of higher education in Afghanistan, competed with state and private universities and higher education institutions,. . .

Tue, Mar 12 2024 4:26 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and fairness brochure

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and Fairness brochure to students, administrative staffs and teachers of this Institute. Knowledge of justice and fairness. . .

Tue, Mar 12 2024 4:16 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education presented its strategic plan

Today on 1st of Ramadan 1445 Farah Institute of Higher Education presented its (1402 - 1407) strategic plan which was confirmed by the Ministry of Higher Education to leadership board,. . .

BACK TO NEWS