د فراه د بخش آباد بند د جوړولو ملی سمپوزیم

د فراه ولایت غیور ولسه!
د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري په پام کې لري، چې د (۱۴۴۴ه ق)  کال د جمادي الثاني میاشتې پر (۱۶) نېټه د دوشنبې په ورځ، سهار ۸:۳۰ بجې د یادې مؤسسې په ورزشي جمنازیوم کې د ( بخش آباد بند د جوړولو ملي سمپوزیم) تر عنوان لاندې لویه غونډه ونیسي، د یادې مؤسسې رهبري د فراه ولایت له ټولو غیورو ولسونو څخه په خورا درنښت هیله کوي، چې په دې پرتمینه غونډه کې زموږ سره ګډون وکړئ او خپل ملي مسؤلیت ادا کړئ!