فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې په کچه د تحصیلي نصاب په تړاو د اړوندو ادارو د نظر غوښتنې یو ورځنی علمي سمینار دایر سو

farau_admin
Sun, Nov 19 2023 10:15 PM
Photo

نن یکشنبه د ۵ / ۵ / ۱۴۴۵ کال سپوږمیزه نېټه چې د  ۲۸ / ۸ / ۱۴۰۲ لمریزې نېټې سره سمون خوري، د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې په ورزشي او فرهنګي جمنازیوم کې فراه د لوړو زده کړو مؤسسې په کچه د تحصیلي نصاب په تړاو د اړوندو ادارو د نظر غوښتنې یو ورځنی علمي سمنیار د نصاب او کریکوکم د اصلي او فرعي کمېټو له لوري د فرهنګي او نشراتو کمېټې په مرسته وړاندې سو. 
په دې سمینار کې د اقتصاد، زراعت، پوهنې، تجارت او صنعت، حج او اوقاف، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، محکمې، ښاروالي او اطلاعات او کلتور او د نورو ریاستونو استازو، د پوهنتون رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د څلورګونو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمېټو مسؤلینو، برحال او فارغو محصلانو په کښې ګډون کړی و. 
سمینار د قرآن‌کریم په تلاوت سره پیل سو. د غونډې لومړی ویناوال د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلی سمیع الله حقاني و، نوموړي خپل په وینا کې وویل: تحصیلي نصاب باید د ټولنې د اړتیاوو مطابق ترتیب سي او د پردو له تحریفاتو محفوظ پاته سي. ورپسې د نصاب او کریکولم  کمېټې مسؤل پوهنیار ابراهیم سلطاني یاد سمینار  معرفي کړ او د دې سمینار په ارزښت او ګټو باندې مفصلې خبرې وکړي، وروسته پوهنیار محمد حسین میاخېل د ښوونې او روزنې پوهنځي د نصاب او کریکولم کمېټې مسؤل دا یاد کړل: چې یو د علم تیورې ده او بل د علم توظیف دی، د علم توظیف لپاره په کار ده، چې په مسلکي برخو کې وخت په وخت پرمختګ او بدلون راسي او وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي کریکولم یې ارائه کړ. 
په وار سره د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار محمد عظیم نورزاد او د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي نوماند پوهنیار امان الله المصاحب د خپلو پوهنځیو نصابونه یې د سمینار ګډون‌والو ته وړاندې او تشریح کړل، چې له بده‌مرغه د وخت د کمښت له مخې د کرهنې پوهنځي د نصاب کمیټې مسؤل ښاغلي پوهنیار نصیر احمد نصرت ته وخت ملتیا ونه‌کړه ترڅو خپل پرزنتیشن ارائه کړي او له دوی څخه عفه او معذرت وغوښتل سو. 
د سمینار په دریمه برخه کې ټول ګډون‌وال ټاکلو ځایونو ته ولاړل او د ګروپونو په ډول سره یې د هرې پوهنځي پر نصاب او کریکولم کتنه وکړه، وروسته یې خپل نظریات او مشورې په لیکنې ډول د نصاب مسؤلینو ته وسپارل. 
په پای کې ټولو ګډون‌والو ته ګډون‌لیکونه ورکړل سول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیدله.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

Latest news

Sat, Jul 20 2024 8:37 AM
Background image

Auspicious News for the Esteemed, Scholarly, and Culturally-Inclined People of Farah Province!

The Farah Institute of Higher Education has, throughout the history of higher education in Afghanistan, competed with state and private universities and higher education institutions,. . .

Tue, Mar 12 2024 4:26 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and fairness brochure

Farah Institute of Higher Education distributed its justice and Fairness brochure to students, administrative staffs and teachers of this Institute. Knowledge of justice and fairness. . .

Tue, Mar 12 2024 4:16 AM
Background image

Farah Institute of Higher Education presented its strategic plan

Today on 1st of Ramadan 1445 Farah Institute of Higher Education presented its (1402 - 1407) strategic plan which was confirmed by the Ministry of Higher Education to leadership board,. . .

BACK TO NEWS