ریاضي څانګه
لیدلوری
رياضي څانګه د ملي معيارونو سره سم د معیاري زدهکړو د وړاندې کولو له لارې د متخصصو علمي کادرونو د روزنې موخه لري او هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د لوېديځ زون په کچه يو مخکښ علمي څانګه وګرځي.
مأموریت
رياضي څانګه د باکیفیته تدریس، د علمي ـ تطبیقي څېړنو د ترسره کولو او د مجربو استادانو لهخوا د نويو تدريسي طريقو د کارولو له لارې هڅه کوي، څو د پوهنځي د موخو د تحقق په لور اغېزمن ګامونه واخلي او د بشپړ صداقت او ژمنتيا په فضا کې د ټولنې د علمي خدمتونو غوښتونکو ته ارزښتناک تعلیمي او تربيتي خدمتونه وړاندې کړي.
د څانګی ارزښتونه
د رياضي څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي له علمي څانګو څخه ده، چې د تدريس، څېړنې او د رياضي علم د لوړې کچې د ودې په موخه رامنځته شوې ده. دغه څانګه د معیاري زدهکړو د زمینې د برابرولو، د زدهکړیالانو د تحلیلي او منطقي مهارتونو د پراختیا، او په بېلابېلو علمي او عملي برخو کې د رياضي مفاهيمو د تطبیق په برخه کې فعالیت کوي. د یادې څانګې بنسټیز ارزښتونه په لاندې ډول دي
- د اسلامي ارزښتونو او انساني کرامت ساتنه؛
- ملي او محلي ارزښتونو ته درناوی؛
- د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت دوامداره لوړونه؛
- امانتداري او د محرمیت ساتنه؛
- صداقت او متقابلې همکارۍ ته ژمنتیا؛
- د څېړنيزو اخلاقو رعایت.
د ریاضی څانګی کاري ساحه
د رياضي څانګې د کاري ساحې پراخوالی، او همدارنګه د رياضي د رشتې د فارغالتحصيلانو د فعالیت ډګر، د طبيعت د قوانينو د ژورې پوهې، د تحليلي وړتياوو، او د علمي او محاسبوي وسايلو د کارولو د مهارت له امله پراخ دی. د يادې رشتې فارغان کولای شي په بېلابېلو علمي، تخنيکي او عملي برخو کې فعاليت وکړي. د هغوی د کار مهمې ساحې په لاندې ډول دي:
- زدهکړه او تدريس
په مکتبونو، ليسو، تحصيلي مؤسسو او پوهنتونونو کې تدريس؛
له خصوصي کورسونو او تعليمي مرکزونو سره د استاد په توګه همکاري.
- علمي څېړنې
د نويو ټکنالوژيو د پراختيا په موخه په څېړنيزو مرکزونو او لابراتوارونو کې کار کول؛
د معلوماتو د تحليل، د مصنوعي ځيرکتيا الگوريتمونو، ماشيني زدهکړې او ژورې زدهکړې په برخو کې څېړنې ترسره کول.
- دولتي ادارې او ملي مؤسسې
د لوړو زده کړو، کانونو او انرژۍ، او چاپېريال وزارتونو کې د علمي سلاکار په توګه دندې ترسره کول؛
په ملي او ولايتي کچه په علمي او تخنيکي پروژو کې همکاري.
د فارغانو د کاري فرصتونو ساحې
- د رياضي څانګې د فارغانو جذب د افغانستان د پوهنې وزارت تر چتر لاندې په ټولو ليسو کې د مسلکي ښوونکو په توګه؛
- د رياضي څانګې د فارغانو جذب په ساينسي مرکزونو کې، په مرکز او ولايتونو کې، د مسلکي رياضي غړو په توګه؛
- د مرکز او ولايتونو د ښوونې او روزنې پوهنځيو د رياضي څانګو کې د علمي کادر غړو په توګه د فارغانو جذب.
د رياضياتو څانګې مرام او موخی
د رياضي څانګې مرامنامه، چې د دې څانګې موخې څرګندوي، د طرزالعملونو، لوایحو، مقرراتو او د لوړو زدهکړو د قانون له مخې په عمومي ډول ټاکل شوې ده. د رياضي څانګې استادان د لوایحو له مخې مکلف دي، چې خپلې تدريسي، علمي او اکاډميکې دندې د ټاکل شويو نورمونو سره سم په سمه توګه ترسره کړي، تر څو وکولای شي مسلکي او ورزیده د رياضي ښوونکي، چې د معاصرو تدريسي تيوريو سره بلد وي، وروزي.
د رياضي څانګې وروستی هدف د مسلکي رياضي ښوونکو روزنه ده، چې ځانګړې تخصصي پوهه او مسلکي مهارتونه ولري، څو وکولای شي په منځنيو تعليمي دورو، ليسو، دارالمعلمينونو او پوهنتونونو کې تدريس وکړي. دغه څانګه په پام کې لري چې خپل فارغان د رياضي له نوې پوهې او د معاصرو تدريسي ټکنالوژيو د اغېزمن استعمال له مهارتونو سره سمبال کړي، او د هېواد په تعليمي او تحصيلي بنسټونو کې د هغوی د جذب زمينه برابره کړي.
د رياضي څانګې ستراتيژيکې موخې: د رياضي څانګې ستراتيژيکې موخې د رياضي د تدريس او زدهکړې له قوي بنسټ سره تړاو لري، له همدې امله د دې څانګې اساسي موخې په لاندې ډول دي
- د هېواد د اړتیاوو سره سم د مسلکي رياضي ښوونکو روزنه؛
- د رياضي استادانو هڅونه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته؛
- د رياضي په رشته کې د علمي څېړنو پراختيا؛
- د ځان ارزونې له لارې د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو فعالیتونو پیاوړتیا؛
- د رياضي د تدريس او زدهکړې منظم سيستم رامنځته کول؛
- د ټولنې د اړتیاوو سره سم د تعليمي پلانونو برابرول؛
- د لکچر نوټونو پراختيا او د درسي کتابونو په توګه د هغوی تنظيم.
د رياضي څانګې د فارغ زدهکړيال واضح تعريف
د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د رياضي څانګه د دې لپاره رامنځته شوې ده، چې د هېواد د تعليمي سيستم، تخنيکي او مسلکي بنسټونو، څېړنيزو مرکزونو او اداري برخو لپاره مسلکي، متخصص او وړ کادرونه وروزي.
له همدې امله، هغه محصل د رياضي څانګې فارغ بلل کېږي، چې د لېسانس څلور کلنه (ورځنۍ – اته سمستريزه) تحصيلي دوره يې د (152) کريډيټونو په بشپړولو سره په برياليتوب پاى ته رسولې وي، يا يې هم پنځه کلنه (شپنۍ – لس سمستريزه) تحصيلي دوره د ټاکل شويو معيارونو له مخې بشپړه کړې وي. فارغ زدهکړيال بايد د پوهې، مهارتونو او مسلکي چلند له پلوه لاندې شرايط او وړتياوې ولري.
د پوهې برخه
د رياضي څانګې فارغ زدهکړيال بايد
- د لېسانس په کچه پر اساسي او تخصصي رياضي مضامينو لکه عمومي رياضي، الجبرا، انالېز، هندسه، د اعدادو تيوري، احتمالات او احصائيه، تفاضلي معادلې، خطي الجبر، رياضي منطق، د رياضي د تدريس مېتودولوژي او تدریسي مېتودونو علمي تسلط او ژوره پوهه ولري؛
- د مسئلې حل، تحليل، اثبات، منطقي استدلال او کمّي/تحليلي تفکر وړتيا په مناسب حد کې ولري؛
- له علمي روحيې سره روزل شوی وي، څو وکولای شي په راتلونکي کې د افغاني ټولنې په علمي، تخنيکي؛ اقتصادي او تعليمي پرمختګ کې فعال، اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.
د مهارتونو برخه
د رياضي څانګې فارغ بايد
- لږ تر لږه له يوې بهرنۍ ژبې (انګليسي) سره کافي بلدتيا ولري، څو وکولای شي له علمي سرچينو، مقالو او نړيوالو معيارونو څخه استفاده وکړي؛
- د رياضي اړوندو کمپيوټري پروګرامونو لکه Mathematica، MATLAB، Python، SPSS او نورو احصائيوي او تعليمي سافټويرونو د کارولو مهارت ولري؛
- د مديريت، پلان جوړونې، تدريس او تعليمي پروګرامونو د تطبيق وړتيا ترلاسه کړې وي؛
- د مسئلې حل، څېړنې، تحليل او انتقادي تفکر کې کافي مهارت ولري.
د چلند او مسلکي ارزښتونو برخه
د رياضي څانګې فارغ زدهکړيال هغه څوک دی، چې
- د رياضي په مسلک کې د علمي اصولو، معيارونو او علمي صداقت پابند وي او د هېواد نافذه قوانينو ته درناوی ولري؛
- له اسلامي او ملي روحيې سره روزل شوی وي او د علمي پرمختګ، اقتصادي ودې او د هېواد د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره بشپړ تعهد ولري؛
- اکاډميک اخلاق، انساني اصول، نظم، مسئوليتپذيري او ډلهييزه همکاري په بشپړه توګه مراعت کړي؛
- پله هر ډول تبعيض څخه ډډه وکړي او خپل چلند د علم، عدالت، درناوي او انساني ارزښتونو پر بنسټ تنظيم کړي.
د ریاضي څانګې د 1404کال د استادانو احصائیه
|
شمیره |
نوم او تخلص |
تحصیلي سویه |
تخصصي رشته |
علمي رتبه |
کاري تجربه |
|
1 |
فرهاد حکيمي |
ماسټر |
عمومي ریاضي |
پوهنمل |
10 کاله |
|
2 |
محمد یزدانپرست |
ماسټر |
عمومي ریاضي |
پوهنیار |
8 کاله |
|
3 |
جاوید هاشمي |
ماسټر |
ریاضي انالیز |
پوهنمل |
11 کاله |
|
4 |
محمدحسین فراهی |
ماسټر |
عمومي ریاضي |
پوهنمل |
13 کاله |
|
5 |
عبدالرازق رحماني |
ماسټر |
عددي ریاضي |
پوهنیار |
9 کاله |
|
6 |
احمد ولي نوري |
ماسټر |
سافټویر انجینري |
پوهنیار |
2 کاله |