د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رياست لپاره د نوي رئيس معرفي غونډه!

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۲۲:۲۲
farau

نن سه شنبه د (۱۴۴۴ه ق) کال د رمضان مياشتې پر(۱۳) مه نېټه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د رياست  لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس معرفي غونډه تر سره شوه.

ياده غونډه چې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په رياست کې نيول شوې وه, پکې د ولايت په نمايندګي انجينر شکيب, د علماو شورا غړي شيخ الحديث مولوي عبدالقوي حقاني, شيخ مولوي عبدالقيوم جان اغاصاحب, شيخ مولوي عبدالاحد صاحب, د حج اوقافو رئيس مفتي صاحب غلام رباني, د يادې مؤسسې د علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني, د مالي او اداري چارو معاون حافظ مولوي عبدالنافع منيب, د څلور ګونو پوهنځيو رئيسانو, د څانګو امرينو, استادانو او اداري کار کوونکو برخه اخيستې وه.

 غونډه د مولوي شاه ولي الله له لوري د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې علماو شورا غړي شيخ الحديث مولوي عبدالقوي حقاني خبرې وکړې نوموړي د دندې, مسؤلیت او امتياز په اړه مفصل بحث وکړ او دا يې په ډاګه کړه, چې د ياد بست لپاره ښاغلی مولوي سميع الله حقاني وړ شخص دی. نوموړي په تېرو يوولسو مياشتو کې د پخواني رئيس مفتي نعمت الله انصاري  هڅې او کړي کارونه د پوهنتون په پرمختګ کې د قدر وړ وبلل, تر څنګ يې په دولتي ادارو کې تغیر او تبديل اداري اصل وباله. نوموړي څرګنده کړه چې د يو رئيس لرې کېدل او پر ځای يې د بل راتلل په دې مانا نه دي چې پخواني رئيس خپلې چارې سمې پر مخ نشوې وړلی, بلکې دا په ټوله نړۍ کې يو اداري اصل دی. ورپسې د یادې مؤسسې پخواني رئيس مفتي نعمت الله انصاري له ټول کادري او ادري پرسونل څخه مننه وکړه او نوي رئيس مولوي سميع الله حقاني ته يې د ياد مسوليت د سپارلو مبارکي ورکړه او ډاډ يې ورکړ چې د پوهنتون پرمختګ لپاره به د نوي رئيس مولوي سميع الله حقاني صاحب سره څنګ په څنګ دريږي او د هيڅ ډول مرستې دريغ به نکوي.

د غونډې په پای کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي مکتوب په اساس نوی رئيس ښاغلی مولوي سميع الله حقاني په رسمي ډول معرفي شو تر څو ورسپارل شوی مسئوليت پر مخ يوسي. نوي معرفي شوي رئيس هم ژمنه وکړه چې په ورسپارل شوي مسؤلیت کې به د هيڅ ډول تعصب, کرکې او بې عدالتۍ څخه کار نه اخلي او خپله دنده به په پوره عدالت,ځاني ځواک او د امانت دارۍ په ساتلو سره پر مخ يوسي, تر څو په ياده مؤسسه کې لا نور مثبت بدلونونه رامنځته کړي.  

نشراتو او فرهنګي مرکزي کمېټه

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

کارمندان اداری پوهنتون فراه در یک نشست رسمی تقدیر شدند!

در نشست رسمی هماهنگی میان رهبری و کارمندان اداری پوهنتون فراه، از کارمندان اداری این پوهنتون تقدیر به‌عمل آمد.

نشست با تلاوت آیاتی چند از قرآن کریم آغاز گردید.

در ادامه، رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

سمینار اصلاحی تحت عنوان (تعداد گناهان کبیره و اضرار تداوم بر آن‌ها) در پوهنتون فراه برگزار گردید!

سمینار اصلاحی تحت عنوان (تعداد گناهان کبیره و اضرار تداوم بر آن‌ها) از سوی آمریت دعوت و ارشاد پوهنتون فراه برای رؤسای پوهنځی‌ها، استادان، کارمندان اداری و خدماتی این پوهنتون برگزار شد.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

از استادان محقق برتر سال ۱۴۰۳ پوهنتون فراه تقدیر صورت گرفت!

از سوی آمریت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون فراه، طی مراسمی از استادان محقق برتر سال ۱۴۰۳ تقدیر به عمل آمد و هم‌چنین اسناد سمینار ده‌روزه‌ی (OBE-OCL) که از سوی آمریت انکشاف مسلکی استادان. . .

بازگشت به اخبار