د فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې له اداري څانګو څخه د نوي رئیس لیدنه!
د دوشنبې ورځ چې د ۲۱ / ۱ / ۱۴۰۲ نېټې سره سمون خوري د یادې مؤسسې له اداري څانګو څخه لیدنه ترسره سو
یاده لیدنه د فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله احمدي، د علمي او زدهکړیالانو چارو مرستیال پوهنيار عبدالبصیر رحماني او د تضمین کيفیت آمر ښاغلی مولوي بسم الله اميني لهخوا د نوي رئیس صاحب د پېژندنې تر څنګ د اداري او تدریسي چارو د ماهیت او کیفیت په موخه تر سره سوه.
ښاغلي رئیس صاحب احمدي د څانګو اداري او اکاډمیک دریځ یې له نږدې وارزول او د ستونزو په حل کې یې هر ډول همکاريو ته ټېنګه ژمنه وکړه.